امنیت

طالبانوڅلور تنه کارګران وتښتول .

کابل باختر د زمري  شپږ ويشتمه ::
وسله والو طالبانو نن سهار دجوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښار  دښاروالۍ  دتنظيف  څلور تنه کارګران  وتښتول .
دشبرغان ښاروالۍ  دتنظيف مدير  دباختراژانس خبريال ته وويل  ددغه مديريت  څلور تنه کارګران  کله چې راټول کړى شوي  کثافات يې  له ښار څخه  بهر ته ليږدول دوسله والو طالبانو له خوا  په شبرغان ښار پورې اړوند  دپل خراسان  په ساحه کې  وتښتول شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  دسيمې  خلکو ويلي دي چې وسله والو طالبانو  ددغو کارګرانو موټر په دغې ساحه کې ودراوه او کارګران يې له ځان سره  نامعلوم ځاى ته  وليږدول .
  دجوزجان ولايت امنيه قوماندان فقير محمدجوزجاني  ددغه خبر په تاييدولو سره وايي  چې په دې برخه کې دپوليسو پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته