نړۍ

درې ويشت تنه تروريستان په شمالي وزيرستان کې ووژل شول

/   کابلباختر د تلې لومړي
دپاکستان دپوځي مليشو په سنګرونو د اردو دهوايي بريدونو له امله پرون درې ويشت تنه نورې پوځي مليشې ووژلې شوې .
دپاکستان اردو په خپل رپوټ کې اعلام وکړ چې دغه بريدونه دشمالي وزيرستان په غلام خان سيمه کې ترسره شول ، دپاکستان اردو اعلام کړى دى چې له دريو مياشتو راپديخوا دپوځي مليشو دډلو په سنګرونو په پراخو ځمکنيو هوايي بريدونوکې تراوسه پورې څه دپاسه يو زرو سل تنه پوځي مليشې وژلې شوي دي .
اردو ادعاکوي چې تراوسه پورې يې دميرامشاه اوميرعلي  په ګډون په سلوکې نوي هغه  سيمې اوښارونه چې دپوځي مليشو په پټنځيو بدل شوي و دنامطلوبو  عناصرو له شتون څخه پاک کړي دي سره له دې  هم لکه څنګه چې رسنۍ اجازه نه لري ډګر ته په ورتګ سره او له نږدې ددغو عملياتوخبرونه او رپوټونه برابر کړي.
دپاکستان ځينې رسنۍ تل داردو له خوا په اعلام شويو شميرنو پورې اړوندوخبرونوته دشک په سترګه ګوري دطالبانودپوځي مليشو دسنګرونوپرخلاف داردوپراخ عمليات دروان کال  دغبرګولي دمياشتې په پنځه ويشتمه نيټه اودپاکستان دحکومت اوطالبانوترمنځ  له ډب سره دسولې دخبرو له مخامخ کيدووروسته پيل شول او دپاکستان داردو دخبرونوله مخې تراوسه پورې ددغوعملياتو په بهير کې څه دپاسه زر تنه پوځي مليشې وژلې شوي دي .
دپاکستان داردو قوماندان او ددغه هيواد صدراعظم ټينګار کړى دى چې دغه عمليات به په بشپړه توګه دتروريستانو تر پوپنا ه کولو پورې دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته