امنیت

په هرات کې په رڼا ورځ په ډزو سره د يو ځوان وژل کيدل

کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
په هرات ښارکې يو ځوان په رڼا ورځ او د يو زيات شمېر خلکو د سترګو په وړاندې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
دغه ځوان چې شل کلن و؛ نن سهار کله چې دخپل کار په لور روان و؛ د هرات ښار د عمر سکينه په سيمه کې د دوو تنو ناپيژندل شويو کسانو له خوا  په ډزو سره ووژل شو.
دهرات ښار يو امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل چې يرغلګر ددغه ځوان له وژلو وروسته په تيښتې بريالي شول اودهغودپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
په همدې حال کې دهرات ښار يومسوول محمد رفيق شيرزى وايي چې ګولۍ ددغه ځوان په غاړه او سرلګيدلې ده.
تراوسه پورې ددغه ترور انکيزه روښانه شوې نه ده اوسيمه ئيز مسوولين وايي چې په دې باب څيړنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته