امنیت

په غور کې دداعشيانو په مرکزونو مرګاني بريد

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ :
په غور ولايت کې د داعش دډلې په دوو مرکزونو هوايي بريدونه وشول.
ويل کيږي  چې په دغو هوايي بريدونو کې  دداعشيانو دغه مرکزونه دړې وړې  شوي دي او ددغې ډلې افرادو ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دغور ولايت  دپوليسو يوه مقام باخترآژانس ته وويل  چې نن سهار او تيره شپه  دناټو بې پيلوټه  جنګي الوتکو دفيروزکوه ښار او د دوه لينه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دداعشيانو په دغو مرکزونو بريدونه وکړل .
ده وويل چې په دغو هوايي بريدونو کې  دداعشيانو مرکزونه ويجاړ شوي دي  او ددغې ډلې څه ناخه ديرشو تنو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په همدې  حال کې  سيمه ييز مسوولين وايي چې په دغو بريدونو کې دسيمې اوسيدونکو  ته زيان  نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته