اقتصاد

دتاپي د پايپلاين دپانګونې موافقه ليک په عشق اباد کې لاسليک شو .

کابل باختر د وري يوويشتمه :
دترکمنستان په پايتخت عشق اباد کې دتاپي دمشرتابه د کميټې په ٢٤ غونډه کې ، دپايپلاين  لميتد  دتاپي دکمپينې  دونډه والو ترمنځ دپانګونې موافقه ليک لاسليک شو .
دغه موافقه ليک  دترکمنستان دبهرنيو چارو دوزير ، دترکمنستان ، پاکستان او هند دهېوادونو دپتروليم  دوزيرانو ، دافغانستان د کانونو او پتروليم وزارت دمعين او داسيا دپرمختيا بانک دجګپوړو مسوولينو په وړاندې  لاسليک شو .  دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه موافقه ليک چې ارزښت يې ٢٠٠ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسيږي دپايپلاين دجوړولو له پيل څخه مخکې دتخنيکي ،  ټولنيزو او دژوندانه دچاپيريال لپاره دلومړنۍ بودجې  دپايپلاين  دتګلوري دسروې او دمالي او تدارکاتي مسئلو دمديريت په توګه اختصاص کړى شوى دى .
دپايپلاين  لميتد دتاپي کمپنۍ دپروژې دلومړنيو پړاوونو ، جوړولو او فعالولو  دپړاونو  مسووليت په غاړه  لري دغه کمپنۍ  به دپانګونې دموافقه ليک له لاسليک وروسته ددوو مياشتو پورې دعربي متحده اماراتو په دوبى  ښار کې په خپل فعاليت پيل وکړي .
دتاپي پايپلاين  به تر ديرشو کلونو پورې په کال کې  ٣٣ ميليارده متره مکعب  طبيعي ګاز له ترکمنستان څخه دافغانستان دخاورې  له تګلوري څخه دپاکستان او هند په لور وليږدوي .  دهند جمهوريت په سلو کې څه دپاسه پنځوس دغه ګاز پيري .  دتاپي دګاز پايپلاين  دسيمې له لومړيتوبونو څخه او په دې ترڅ کې دافغانستان يوه ډيره مهمه پروژه ده .
دغه پايپلاين  به دافغانستان  دپنځو ولايتونو له تګلوري څخه  چې کابو ٧٠٠ کيلو متره  کيږي  تير شي . دافغانستان حکومت دتاپي  لميتد  کمپنۍ  په همکارۍ دافغانستان په خاوره کې ددغې پروژې  دکار دپيلولو لپاره په ١٣٩٥ کال کې مشخص  پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي .
ټاکل شوې ده ددغې پروژې دجوړولو کار په دريو کلونو کې بشپړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته