کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
شپږ تنه داعشيان په کونړ ولايت کې په نويو هوايي بريدونوکې ووژل شول .
په دغه داعشيانو تېره شپه په ماڼوګي ولسوالۍ کې بريد وشو .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې شپږ تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: په دغو داعشيانو په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو؛ بريد وشو.
ويل کيږي په دې هوايي بريدکې د داعشيانو يو پټنځاى له ټولو جنګي وسايلو سره دړې وړي شوى دى .
ختم_ عطاالله _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ