خبرونهټولنه

په قندهار کې د خوراکي توکو بیې را ټيټې شوې دي

 کابل، د تلي ۶ مه، باختر

د قندهار ځايي اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د خوراکي توکو بیې را ټيټې شوې دي.

د باختر آژنس خبریال چې د یاد ولایت عمده پلورنځيو ته تللی وايي چې په دغه ولایت کې د خوراکي توکو په قیمت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

په قندهار کې د خوراکي توکو پلورنکي ظاهر فولاد باختر آژانس ته وویل چې د خوراکي توکو په بیو کې د پخوا په پرتله ډېر کموالی راغلی، په خبره یې پخوا لس لېټره غوړي په  ۱۵۰۰ افغانیو پلورل کېدل، خو اوس یې بیه ۱۰۰۰ افغانیو ته را ټيټه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي هڅو په دوام څو ورځې مخکې د نوي اقتصادي دهلیز له لارې له چین څخه د سوداګریزو توکو یوه جوپه افغانستان ته را رسېدلې وه، چې په دې سره د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا