امنیت

د هېواد په جنوب کې درې وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۴ مه
د روزګان د دهراود ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او  دوه نور یې ونیول شول.
د افغان کومانډو ځواکونو د مطبوعاتو مسوول عبدالقیوم نورستاني باختر اژانس ته وویل چې، تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو په دهراود ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې نیول شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته