ټولنه

څلور تنه افغاني حاجيان په سعودي عربستان کې وفات شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
څلور تنه افغان حاجيان په سعودي عربستان کې وفات شوي دي .
دباختر آژانس استول شوى خبريال فضل واحد کريم په مکه مکرمه کې د افغاني حاجيانو د بعثه د مسوولينو له خولې خبر راکړ: څلور تنه افغاني حاجيان چې د بيت الله شريف د حج د فريضې د ادا کولو په مقصد سعودي عربستان ته رسيدلي وو؛ د عمر د زياتوالى او کهولت له امله وفات شوي دي .
د افغاني حاجيانو دبعثه مسوولينو د باختر آژانس خبريال ته څرګنده کړه چې دوه تنه حاجيان په مدينه منوره کې او دوه تنه نوريې په مکه مکرمه کې په حق رسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته