ټولنه

په صنعتي بغلان کې د نيالکيو د ايښودلو پروګرام پيل شو .

پلخمري – باختر – د کب – ١
په بغلان و لايت کې د نيالګيو  د  ايښودلو پروګرام پيل شو .
د صنعتي  بغلان ښاروال  سيد کبير سادات  دباختر  آژانس خبريال ته وويل چې نن د صنعتي بغلان په تفريحي ساحو ، د بورې فابريکې د ايشان غاښې د صنعتي بغلان د ښار دننه  د دريم سړک او د ورزشي چمن پورې څه دپاسه دوه زره ډولي نيالکي ايښودل کيږي .
سادات ددغه پروګرام موخه د ښار د ښکلا سمسورتيا او دښار د ککړتيا د    کمښت بيان کړ . او و يې وويل  په  پام کې ده چې ددغه ښار په ټولو ساحو  کې يو زرو پنځه سوه  نور نيالکي کينول شي .
ده  وويل خو شحاله يم چې د صنعتي بغلان اوسيدونکي  ددغه  ښار له ښاروالۍ سره د نيالګيو په ساتلو او  خړوبولو کې همکار دي .
ده زياته  کړه د ښاروالۍ هر کار کوونکى او ددغه ښار هر اوسيدونکى ددغو نيالګيو  د ساتلو او روزلو مسووليت لري 
ختم_ سعيده _ اکرم 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته