
کابل، د ثور ۳۱ مه، باختر
د قندهار احمد شاهي جاده چې په څنډو کې یې د اوسني موسم ټولې مېوې پیدا کېږي، په دغه ولایت کې د موسمې مېوو ګرم بازار بلل کېږي. احمد شاهي د ګلانو او نیالګیو د پلور ستر مرکز هم دی.
د باختر خبري اژانس خبریال په دغه سیمه کې له د تازه مېوو له پلورونکو او پېرونکو سره خبرې کړې دي.
د تازه مېوو پلورونکي عبدالظاهر د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي: “دلته مو د مېوو د خرڅلاو بازار ښه دی، خوشاله یوو؛ خو د مېوو حاصلات مو دا دوه کاله کېږي، چې کم شوي، ځکه بارانونه نشته او په مېوو کې مختلفې ناروغۍ پیدا کېږي.”
یو تن بڼوال چې توتان، الوچې او مندتې یې د پلور لپاره احمد شاهي جادې ته راوړي، وايي: ” مېوې مو خرڅېږي، هغه مېوه چې سهار یې راوړو، تر ماښامه ډېره خرڅه شي، خوشاله یوو او په خپله مو ځان ته د کار زمینه برابره کړې ده”.
احسان الله چې د مېوې په پېر پسې بازار ته راوتلی وايي: ” مېوې تازه پخې شوي او بازار ته اوس راوتلې دي؛ نو قیمتونه یې هم لوړ دي؛ خو کېدای شي د مېوو په زیاتوالي سره یې بیې بېرته راټیټې شي”.
احسان الله نه یوازې د مېوه خرڅونکو، بلکې له ټولو دوکاندارانو څخه وغوښتل، چې په پلور او پېر کې له انصاف څخه کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د تازه مېوو موسم را رسېدلی او د تازه مېوو سوداګر، بڼوال او کارو باریان له دولته غواړي چې تازه مېوو ته د بازارموندنې او صادارتو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي او ستونزو ته یې رسیدګي وکړي.
ن/ر