ټولنه

په ژمي کې د بريښنا د پرچاوۍ احتمال شته

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
د ژمى په را رسيدو سره به د کابل په ګډون په سترو ښارونوکې د بريښنا کمښت محسوس وي.
د بريښنا رياست وياند وحيد الله توحيدي وايي چې د ژمي موسم په رسيدو سره د بريښنا لګښت زياتيږي، يواځې په کابل کې ٧٠٠ ميګا واټه بريښنا ته اړتيا ده، په داسې حال کې چې اوسنۍ بريښنا څه ناڅه ٤٢٠ ميګاواټه ده.
دى وايي چې د دغې ستونزې د حل په مقصد په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د بريښنا د منظمې پرچاوۍ ستونزه شته. که چيرې خلک همکاري وکړي؛ د سهار په لومړيو ساعتو، مازيګر او د شپې په پيل کې له بريښنا څخه لږه ګټه واخلي او د تودولو د وسايلو له استفادې څخه ډډه وشي. په دې ترتيب به د بريښنا پرچاوي له دوو څخه تر دريو ساعتو پورې ده، خو که د خلکو همکاري نه وي؛ د بريښنا مسوولين به مجبوره وي په ښارونوکې په سلوکې له ديرشوڅخه تر پنځوسو پورې پرچاوي اجرا کړي.
ده په دې باب د خلکو په همکارۍ ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته