۲۲– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري معین مولوي فضل الباري فضلي د ننګرهار کانال، د کبانو د روزنې، مالدارۍ او کرنیز فارمونه وکتل.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي دي چې د دغه وزارت مالي او اداري معین، ننګرهار ته په دوه ورځني سفر تللی او د ننګرهار کانال د غصب شویو ځمکو پر راګرځولو یې ټینګار کړی دی او همدارنګه یې له اړوندو چارواکو غوښتي دي چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.
هغه زیاته کړې ده چې د ننګرهار د کانال عواید باید په ملي عوایدو کې ور ګډ شي او د هغو قراردادونو مخنیوی دې وشي چې ملي ګټې نه لري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ننګرهار کانال یو کرنیز او ټولنیز ځنځیري پروژه ده چې د سروې چارې یې د ۱۳۳۹ کال د وخت حکومت او د شوروي اتحاد له خوا پیل او په ۱۳۴۸ کال کې بشپړ شو. دغه پروژه د ننګرهار د سره رود، بټي کوټ، مومند درې، غني خېل او بهسودو ولسوالیو ۱۳۱۸ هکټاره ځمکه تر پوښښ لاندې لري.
د یادونې وړ ده چې د کانال پروژه، د کرنې او مالدارۍ فارمونه، د اوبو لګولو او د کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس څانګې لري.
وهاج