کابل /دوږي ٣٠مه / باختر
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دبغلان ولايت داطﻻعاتواوفرهنګ رياست سره دعامه کتابتون دزياتې بډاينې په مقصد دکتابونو مرسته وکړه .
دبغلان داطلاعاتواوفرهنګ رييس ذکريا ناصري باختراژانس ته وويل چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې زره ټوکه کتابونه چې علمي ، تحقيقي ، حقوقي ، سياسي ، ادبي او ټوليزو موضوعګانې پکې دي دبغلان داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له عامه کتابتون سره مرسته وکړه .
هغه زياته کړه چې دبغلان په مرکز پلخمري کې دعامه کتابتون په فعاليت سربيره دکتابتون درې نورې څانګې په ده صلاح ، حنجان ، او دوشي په ولسواليو کې دځوانانو او دمطالعې وړ کسانو پرمخ پرانستې ده .
ختم_ عطاالله _ اکرم