سیاست

جمهور رئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو له یو شمېر وارثانو سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  نن له غرمې مخکې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو له یو شمېر غړو سره د جلا ټلیفوني خبرو پرمهال یو ځل بیا هغوی ته تسلیت ووایه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس د شهید د مقام او منزلت یادونه وکړه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدان چې د افغانستان او خلکو د دفاع په لاره کې یې خپل ځانونه قرباني کړي دي د هېواد صادق بچیان وبلل.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، زه په دې پوهېږم چې د اولادونو او د کورنۍ د غړو له لاسه ورکول دردونکي دي او ټول هېوادوال په دغه درد کې له تاسو سره ځانونه شریک بولي. هغه څرګنده کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګ د ویاړ او شهادت مرګ دی.
د هېواد جمهور رئیس د شهیدانو د کورنیو له غړو سره د خبرو پرمهال له هغوی څخه مننه وکړه، چې د هېواد او خپلو خلکو د دفاع او برحقه مبارزې لپاره یې دغسې صالح او نېک اولادونه روزلي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې ځای پرځای کړي وو.
محمد اشرف غني د هېواد د لومړي خادم په توګه د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي خپل مسوولیت وباله او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د شهیدانو د کورنیو پالنې او د دوی د اولادونو روزنې ته به پاملرنه وکړي.
په دغو ټلیفوني خبرو کې د شهیدانو د کورنیو غړو له جمهور رئیس څخه د شهیدانو کورنیو او اولادونو ته د همېشنۍ پاملرنې له امله مننه وکړه. هغوی وویل، د شهیدانو کورنیو ته د جمهور رئیس ځانګړې پاملرنه او وخت پر وخت د هغوی پوښتنه د شهیدانو ورثې د ډاډ او ویاړ لامل شوې.
د شهیدانو د کورنیو غړو وویل، سره له دې چې موږ د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، خو د خپل هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې د لا ډېرو قربانیو ورکولو ته تیار یوو. د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د دښمن ماتې حتمي ده، ځکه زموږ دریځ او مبارزه برحقه ده او حق تل د باطل پر وړاندې بریالی وي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته