ټولنه

خلک : د دوو نوماندانو ترمنځ موافقه ،انديښنې پاى ته ورسولې

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٣٠  :
دنړيوال غبرګونونو ترمنځ دکابل  خلکو هم  دملي وحدت  دجوړولو په خاطر د جمهوري رياست ددوو نوماندانو دموافقه ليک دلاسليک کولو هرکلى وکړ.
په افغانستان   کې دملي وحدت دحکومت دجوړولو  په باب دجمهوري رياست ددوو نوماندانو دموافقه ليک  دلاسليک کولو دخبر  له خپريدو وروسته  دملګروملتو دسازمان  سرمنشي ،  په کابل کې ددغه سازمان ځانګړى استازى ،  دامريکا دبهرنيو چارو وزارت  او نورو مرکزونو  ددوو نوماندانو  دموافقې هرکلى وکړ   او هغه يې  دسياسي ميړانې  يون وباله .
په همدې حال کې  يوشمير کابل ښاريانو هم ددغه موافقه ليک  دلاسليک کولو هرکلى کړى دى .
فريده چې دکابل ښار دنجونو په يوه ښوونځي کې دښوونکې په توګه دنده ترسره کوي  دباخترآژانس خبريال ته وويل : ددوو  نوماندانو ترمنځ  موافقه ليک   داقتصادي او امنيتي  مسلو په نسبت  دخلکو له اندازې  څخه زياتې انديښنې پاى ته ورسولې .
دې وويل    څومره به ښه واى  چې دغو نوماندانو  څو مياشتې مخکې دغې نتيجې ته رسيدلي واى .
دې دغه راز وويل :  چې ددغو نوماندانو موافقه آن   دانتخاباتو دنتيجو داعلام په باب انديِښنې  له منځه يوړې.
دکابل يو بل اوسيدونکى  ياسين  چې آزاده دنده لري وايي  چې دنوماندانو نه موافقه  او  ناندرې  کسب او کار ته زيات زيان رسولى وو.
ټول  دنه موافقې  له امله  دناوړو پايلو له امله انديښنه درلوده  . ده وويل  انشاالله  ددغو دوو نوماندانو  موافقه ،کسب او کار ښه کوي .
واقعيت دا دى  انتخاباتي جنجالونه زيات مصيبتونه   رامنځته کړي وو. دپانګي تيښته ، ددولت تشه خزانه ،  وزګارتيا، دساختماني پروژو نه تمويلول او په يوه کلمه کې  دغه بهير په بيلابيلو برخو کې دخلکو په  ژوند منفي اغيزه کړې وه . ښايي  ددوو نوماندانو موافقه ددې سبب شي  چې دخلکو ژوند ښه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته