امنیت

دوه تنه د هيروينو د قاچاقو په تور د قندهار په هوايي ډګرکې ونيول شول

کابل – باختر دليندى دمياشتې ٢
دوه تنه قاچاق وړونکي د قندهار په هوايي ډګرکې د پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شول.
د قندهار ولايت ويندوى صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: د قندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د مديريت پوليسو دوه تنه چې يو زرو دوه سوه پنځوس کيلوګرامه هيرويين يې په کپسول کې ځاى پرځاى کړي او خوړلي و او غوښتل يې د هندوستان هيواد ته وليږدوي؛ ونيول شول. .
نيول شوي کسان د پوليسو تر پوښتنو لاندې دي.
ويل کيږي : دغه دواړه کسان د قندهار ولايت اوسيدونکي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته