سیاست

اجرائيه رئيس دسمنګانو ولايت له يوشمير قومي مخورو سره وکتل.

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٢٠ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رئيس  ډاکتر عبدالله عبدالله  پرون دسمنګانو ولايت  له يوشمير مجاهدينو او قومي  مخوروسره وکتل .
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ .
په دې کتنه کې  دسمنګانو مشرانو دخپل ولايت د حالاتو اوپه تيره بيا  دامنيتي مسئلو په باب معلومات ورکړل  او دهېواد  له ا منيتي ځواکونوسره يې  خپل هر اړخيز ملاتړ ټينګاروکړ.
دوى په همدې حال کې دتروريستي ډلو په وړاندې  دسمنګانو د خلکو مقاومت  دخلکو او نظام ددفاع په لاره کې دخپلو ژمنويوه برخه اعلام کړه .
په همدې حال کې دغو مشرانو په امنيتي مرکزونو کې علمي کادرونو او  ځوانانو  د نه استفادې په  باب دملي وحدت  دحکومت له مشرتابه څخه ګيله وکړه او په دې لاره کې يې دزياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دوى دغه راز ټينګار وکړ  چې ددغه ولايت  له خلکو څخه ددولت جدي او غوڅ ملاتړ کولاى شي دهېواد او خلکو دښمنان ناکامه کړي اوپه دغو سيمو کې امنيت تامين کړي.
دهېواد اجرائيه رئيس ډاکترعبدالله عبدالله   دسمنګانو ولايت دهميشنۍ ملاتړ له امله په مننې سره   ژمنه وکړه  ؛چې په بيلابيلو برخو کې ددوى دستونزو  په حل کولو کې مرسته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته