کابل/د مرغومي ۲۲ مه/باختر
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن له کابل څخه عربي متحده اماراتو ته سفر کوي.
د هېواد د کرکټ بورد وياند فريد هوتک د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه سفر موخه په تمريناتي کمپ کې ګډون او د نړيوال جام او آسيايي جام سياليو لپاره تيارى بلل شوى دى.
د هوتک د څرګندونو له مخې: دغه تمرينونه په دغه کمپ کې سبا پيلېږي او ١٢ ورځې دوام مومي.
ختم- سعيده – اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ