امنیت

ددولت يوه نهه کسيزه ډله وسله وال مخالفين دسولې له بهيرسره يوځاى شول .

کابل باختر د سلواغې نولسمه :
ددولت  يوه نهه کسيزه  ډله وسله وال مخالفين  نن په کونړ ولايت کې  دسولې له بهيرسره يوځاى شول .
دکونړ ولايت سرپرست شجاع الملک  جلاله دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه نهه کسيزه ډله وسله واله مخالفين چې پخوا دکونړ ولايت په مرکز او دشيګل او نرنګ په ولسواليو کې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو بوخت وو اوس  دسولې دملي تګلاري په رښتينولى  په پوهيدو سره له دولت سره يوځاى شول.
ديواړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، له دولت سره يوځاى شويوکسانو خپلې وسلې هم  دولت ته وسپارلې.
دکونړ ولايت دسولې دشورا رييس اسمعيل منيب دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې ٣٨٠ تنه وسله وال مخالفين  دکونړ ولايت  په مرکز او ولسواليو کې دسولې له بهير سره  يوځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته