ټولنه

يوشپاړلس کلن ننګرهارى زده کوونکى د تيلفون د پېرودنې په پيسو خلکو ته پل جوړوي

کابل /د زمري ٣مه / باختر
په ننګرهارکې يو زده کوونکى د موبايل تيلفون د پېرودنې په پيسو خلکوته پل جوړوي چې خلکوته اسانتياووې برابرې شي.
محمد اصف وايي پلار يې ورته پيسې ورکړې چې آى فون تيلفون واخلي خو هغه په دغو پيسو وغوښتل چې يوستر کار ترسره کړي او د خلکو د تګ راتګ لپاره پل جوړکړي.
هغه پل چې ټاکل شوېده ١٦ کلن محمد اصف په پيسو جوړ شي د جلال اباد – تورخم په لويه لاره کې د مارکو له بازار سره د شينوارو ولسوالۍ په لسګونوکلي نښلوي.
د اتم ټولګى دغه زده کوونکى باختراژانس ته وويل چې دهغه کورنى د هغه په دې کار سره حيران شوي دي.
محمد اصف له بډايو خلکو وغوښتل چې د خپلوپيسو يوه برخه خلکو ته د خدمت لپاره ولګوي.
ټاکل شوې ده دغه پل تر راتلونکې دريومياشتو پورې جوړ شي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته