سیاست

جمهوررئیس غني: بین المللي شریکانو ته مې پیغام دادی چې اوس د افغانستان نوی نسل، رهبران او مدیران ستاسې شریکان دي

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ (JCMB) په ۲۱ غونډه کې وویل، له  اوربند وروسته په افغانستان کې سیاسي فضا مثبت بدلون کړی او د ناهیلۍ له حالته وتلي یوو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه غونډه چې په ارګ کې جوړه شوې وه د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، په اسلامي نړۍ کې د افغانستان د سولې په هکله اجماع په چټکۍ سره د جوړېدو په حال کې ده، بین‌المللي اجماع رامنځته شوې او منطقوي اجماع اویا سلنه تامین شوې ده.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، د بروکسل کنفرانس ترڅنګ په سعودي عربستان کې د اسلامي سازمان کنفرانس د افغانستان په ملاتړ جوړ شو چې دواړو کنفرانسونو د افغانستان د سولې په ملاتړ بېساري مثبت پیغامونه لرل او اوس په بین المللي، سیمه‎‎ییزه او د اسلامي نړۍ  په کچه د بین الافغاني سولې د نوښت ملاتړ کوي.
جمهوررئیس وویل: د شانګهای د همکاریود سازمان غونډې وښوده چې د افغانستان د سولې په هکله سیمه‎ییزه اجماع په جوړېدو ده او دا اجماع پر مثبت لوري روانه ده. له پاکستان سره د کاغذ پر مخ پرمختګ شوی دی، خو له دغه هېواد سره باید زیات کار وشي چې ټول یې عملي او محسوس نتایج وګوري .
جمهوررئیس زیاته کړه، په ملي کچه دوه موضوعاګانې ثابتې شوې دي، لومړی د عالمانو ارزښت، وزن او اغيز چې د سیاسي او جنګي ډلوحاشیې ته کړي وو او اوس د قضایاوو متن کې دي او دویم، ولس په سولې ودرېد او د سولې غږ  یې د هېواد له هر ګوټ څخه پورته کړ. وې وښوده چې دوی له جنګه ستړي شوي او د یو بل منلو ته چمتو دي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ نه غواړو د تېر زندانیان واوسو او د زندان په تاریخ کې بند پاتې شو. دا ملت د روښانه راتلونکي ټینګه اراده لري او زموږ ولس هر تحول ته چمتو دی. د پخواني او اوسني حالت ترمنځ  توپیر دا دی چې په ۲۰۰۱ کال کې اجتماعي حالت (امیدونه) خود جوشه وو، خو اوس زموږ د ولس امیدونه او هیلې په شعوري توګه ایجاد شوي دي.
هغه زیاته کړه: موږ د خپل راتلونکي مالکیت په خپل لاس کې اخیستی، ځکه غواړو زموږ اساسي قانون چې زموږ د لوبې اساسي قاعده ده، عملي کړو. اوس زعامت ولس ټاکي، نو اساسي شرط یې انتخابات دي.
جمهوررئیس وویل، له استقلال څخه وروسته تحول خپله افغانانو پيل کړ، خو په شلمه پېړۍ کې بنیادي ستونزه دا وه چې د افغانانو سیاسي قشر اجماع نه درلوده، د غازي امان الله خان له دورې څخه وروسته زموږ سیاسي قشر په وار وار لنډ مهالي اقدامات کړي دي، خو هیڅ وخت یې منځمهاله لید او فکر نه درلود.
جمهوررئیس غني وویل، زه هیله‏مند یم د افغانستان سیاسي قشر به د ولس پر پوهې عمل وکړي، ځکه سوله دغه پوهه او تدبیر غواړي او باید د لوبې دغه اصول مراعات کړو، ځکه له ولسواکۍ پرته د واک د لېږد لپاره بله کومه معقوله لار نشته.
د هېواد جمهوررئیس په ټاکنو کې پر مشارکت ټینګار وکړ وې ویل، د جمهوري ریاست راتلونکې ټاکنې د طالبانو په ګډون ټولو افغانانو ته ښه فرصت دی او د دې پر ځای چې له ټاکنو  وروسته سوله وکړو؛ ښه ده چې همداوس سوله وکړو، ځکه سوله استعجالیت لري.
جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان له بین المللي شریکانو چې د سپتمبر د ۱۱ پېښې وروسته له خپلو ژمنو سره د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شول مننه وکړه. هغه زیاته کړه: اوس له نوي نسل څخه نوی افغانستان جوړ شوی او له ټولو ملي او سیمه ییزو مسایلو څخه پوهاوي او ژور درک لري.
جمهوررئیس زیاته کړه، زموږ هېواد د نسلي بدلون لورته په حرکت دی، دغه نسل د زعامت او د چارو د مدیریت وړتیا لري او افغانستان ته هیله مند  دي، دغه نسل د اسیا د څلور لارې په توګه د خپل هېواد ارزښت درک کړی او دغه لیدلوری مدیریت کولی شي.
جمهوررئیس غني وویل، بین المللي همکارانو او شریکانو ته زما پیغام دا دی چې په افغانستان کې ستاسو شریک د افغانستان نوی نسل دی او باید په جدي توګه له هغوی سره کار وکړئ او د ملت ترمنځ ستاسې شریکان نوي رهبران او مدیران دي.
جمهوررئیس زیاته کړه: د تېرو درې نیمو کلونو په ترڅ کې د نوي نسل د رهبرۍ شبکې زیاتې پیاوړې شوي، اوس داسې پړاو ته رسیدلي یوو، د کرکټ ټیم چې په نړیواله  کچه څومره وځلېده، زموږ د نوي نسل رهبران د سیاست په برخه کې هم دغسې ځلېدلی شي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، زموږ د طرحې پر بنسټ، دغه بدلون هره ورځ په امنیتي، مالي سیستم، عدلي او قضایي دستګاو او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د عملي کېدو په حال کې دی. په ولایتونو کې د ښاروالیو او کلیو په کچه پرمختګونه شوي او په نورو ادارو کې هم دوام لري.
جمهوررئیس له افرادو څخه بنسټونو ته د مسوولیتونو انتقال اساسي هدف وباله وې ویل: زموږ مسوولیت دا دی چې د لنډ مهال نه، بلکې د تل لپاره داسې اساس کېږدو چې مسوولیتونه له افرادو بنسټونو ته انتقال شي.
هغه د ښځو مشارکت ته په اشارې وویل، افغان مېرمنې اوس د خپل ځان استازیتوب کولی شي او د سولې په پروسه کې د هغوی ونډه اساسي ده او د سولې لپاره فرهنګي بدلونونو ته اړتیا ده. هغه له فساد سره د مبارزې په اړه وویل، د افغانستان ــ امریکا ترمنځ د همکاریو په سند کې له ۱۹ شاخصونو څخه ۱۴ شاخصه عملي شوي دي
د هېواد جمهوررئیس سوله حتمي وبلله او وې ویل، سوله قېمت لري او دغه پروسه باید د ولسواکۍ پر فرهنګ بدله شي چې د دغې پروسې په نتیجه کې هر افغان له بل افغان سره ځان مساوي وګوري او هرڅوګ خپل ځان په دغه پروسه کې شامل وګڼي.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، د قدرت د انحصار تقاضا باید کمه شي او زموږ تمرکز پر دې بهیر پایله لرله او له نېکه مرغه چې دهمدې ورځې  په تيريدوسره دې موخې ته نږدې کېږو.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د سولې پروسه دوامداره ده او بيلابيل پړاونه لري او دغه راز د باور فضا غواړي، باید د زغم او منلو فرهنګ عام شي، که چېرې د لوبې قواعد ونه منو، ثبات ته نشو رسېدلی او قېمت  یې یوازې د افغانستان ولس ورکوي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د تلپاتې ثبات لپاره باید دا ومنو چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو خصوصاً د دوی د دویم او درېیم نسل چې علمي او تخنیکي پانګه بلل کېږي، هغوی د هېواد په ثبات او پرمختګ کې شامل کړو.
جمهوررئیس وویل: له ولس څخه زما غوښتنه داده چې په حساسو تاریخي شرایطو کې فیصله وکړي چې بیا په راتلونکې کې پښیمانه نشي او ښه مثال یې د افغانستان ملي قهرمان غازي امان الله خان دی او باید د خلکو ترمنځ د اتفاق او باور فضا رامنځته شي ترڅو تلپاتې ثبات تامین شي.پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته