امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې دسولې له بهير سره يوځاى شول

کابل باختر د وري اوومه :
شپږ تنه ډار اچوونکي دهېوادپه ختيځ کې  دسولې له بهير سره يوځاى شول .
  دغه کسان چې مخکې له دې  دوسله والو طالبانو او داعشيانو  دډلو غړي و له شپږو کلونوراپديخوا دنورستان ، کونړ ، او دلغمان دولايتونو په ځينو سيمو کې  په ډار اچوونکو بريدونولاس پورې کول .
  دهېواد په ختيځ کې دملي اردو  يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  دغو شپږو تنو ډار اچوونکو خپلې وسلې  پر ځمکه کېښودې او اعلام يې وکړ چې له دې وروسته  دبې ګناه انسانانو دوينې  په تويولو او ورانکارۍ لاس نه پورې کوي  او دخپل هېواد  په بيا رغاونه او دامنيت په تامينولو کې هلې ځلې کوي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته