امنیت

د دولت درې تنه وسله وال مخالفين دنورستان و لايت په دو اب ولسوالۍ کې ووژل شول.

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
د دولت درې تنه وسله وال مخالفين دنورستان ولايت په دو آب ولسوالۍ کې ووژل شول.
دنورستان ولايت سرپرست حافظ عبدالقيوم باختر آژانس ته وويل چې دتيرې يوې اوونۍ په جګړه کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
د ده په خبره په دې جګړه کې اته تنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي .
خو په وينا يې چې اوس په دو آب ولسوالۍ کې جګړه دريدلې او افغان ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ديادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د دولت په سلګونو تنو مخالفينو د دو آب ولسوالۍ په مرکز بريد کړي وو ، خو دامنيتي ځواکونو له کلک غبرګون سره دمخامخ کيدو له امله د درندو زيانونو په ليدو سره بيرته په شا وتبمول شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته