ټولنه

په ننګرهار کې له سلګونو اړو کورنیو سره مرسته

جلال اباد/ باختر/ د وري د میاشتې ۱۸ مه
د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې له ۷۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې یاده مرسته د لیف مرستندویه ادارې له خوا کېږي چې پکې به هرې اړې کورنۍ ته یو من بوره، یو من دال، دوه کیلو چای، یو ټیم غوړي، ۵۰ کیلو اوړه او د اوړي کالي ورکول شي.
د کامې ولسوال شريف الله فضلي د مرستې د وېش پر مهال له مرستندویه ادارې څخه غوښتنه کړه چې په دغې ولسوالۍ کې له مېشتو بې ځایه شويو کورنيو او د سيمې له اړو خلکو سره نورې مرستې هم وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته