کابل / باختر/ د زمري ٥مه
د افغانستان دعدالت غوښتونکو ملي بهير نن د افغانستان په باره کې د امريکا د جمهور رييس وروستۍ خبرې .
د باختراژانس د خبرله مخې،تېره اوونۍ د امريکا جمهور رييس دونالد ترامپ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په کتنه کې د افغانستان په جګړه کې د خپل هېواد د ستراتيژۍ په باره کې ويلي و، که چېرې امريکا وغواړي د يوې اوونۍ په دننه کې د افغانستان په جګړه کې بريالي کېږي، خو نه غواړي لس ميليونه انسانان ووژني.
د هغه د څرګندونوله مخې، ښايي افغانستان د نړۍ له نقشې څخه لرې شي.
دعدالت غوښتونکو د ملي بهير يوشمېر غړو په يوه خبري غونډه کې، د امريکا د جمهور رييس دغه څرګندونې بې حرمتي او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې وبللې او ويې ويل، چې د امريکا جمهور رييس بايد د افغانستان له خلکو څخه بخښنه وغواړي.
هغوى د ملګروملتو له سازمان او د اسلامي هېوادونو د همکارى له سازمان څخه هم وغوښتل چې د دونالد ترامپ د غير مسوولانه څرګندونو په وړاندې دې دريځ غوره کړي .
ختم- ف _ اکرم