نړۍ

نړيواله ټولنه دعربو اتحاديې داقدام هرکلي وکړ

نړيواله ټولنه دسوريې پرخلاف دعربي هيوادونو داتحاديې ( عرب ليک ) داقدام هرکلي وکړ .

دغي اتحاديي دسوريې غړيتوب ځنډولي دي او ددغه هيواد په حکومت يې بنديزونه لګولي دي ، ځکه دسوريې حکومت دحکومت دمخالفينو د مظاهرو ځپل نه دي بند کړي .

دملګروملتو دسازمان سرمنشي بان کي مون په يوه خبرپاڼه کې دعربي هيوادونو داتحاديې دغه اقدام پياوړي اوزړه ور بللي دي .

امريکا ، اروپايي اتحاديه ، بريتانيا او فرانسې هم دعرب ليک ددغه اقدام هرکلي کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته