کابل، د لېندۍ ۱۴ مه، باختر
د پروان امنیتي مسوولین وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په یاد ولایت کې څه باندې ۵۰۰ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول فضل الرحیم مسکینیار د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یادې قوماندانۍ د جنايي جرمونو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۲۵ تنه د وژنې، غلا، جوارګرۍ، د نشه يي توکو د قاچاق، اخلاقي فساد، او نورو جرمونو په تور نیول شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له نیول شویو کسانو څخه یوه توغندي، ۱۲ تومانچې، ۲ ماینونه، د توغندي ۶ ګولۍ، ۳۵ ډول ډول مهمات، ۱۲ کلاشینکوفونه، یوه ښکاري ټوپک، ۱۸ ډول ډول موټرونه، ۴ موټرسایکلونه، ۱۶ زره امریکايي ډالر، ۵ موبایلونه، ۹۴ کیلوګرامه نشه يي توکي او یوه اندازه کا تابلیتونه ترلاسه شوي دي.
د مسوولینو په خبره د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۲۴ جریبه ځمکه د نشه يي توکو له کرکیلي څخه پاکه شوې او په نشه يي توکو ۸۵۰ تنه روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه یې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.
د یادولو وړ ده چې یادې ادارې د ۵ زره ۱۹۴ ټوکه د موټر چلولو او ۵۶۰ ټوکه د موټر د جوازونو د وېش له درکه ۹ میلیونه او ۵۶۴ زره ۳۴۱ افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.