ټولنه

د جنازې د ښخولو مراسم

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د اتل قول اردو د لومړۍ لوا د قوماندان شهيدجنرال عبدالبصير شهروند دجنازې مراسم نن د لوړ رتبه پوځي او دولتي مقاماتو په ګډون په کابل کې پرځاى شول.
د شهيدجنرال عبدالبصير شهروند د جنازې د ښخولو په مراسموکې چې نن د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې د سردار محمد داوود خان په روغتون کې پرځاى شول او د ښخولو په مقصد د ارواښاد د پلرنى اديره ته وليږدول شوه؛ د ملي دفاع وزارت سرپرست ډګرجنرال عبدالله حبيبي، د ملي اردو لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب قدم شاه شهيم، د ملي امنيت د لوى رياست سرپرست محمد معصوم ستانکزي، د ملي دفاع پخوانى وزير جنرال بسم الله محمدي، د وسله والو ځواکونو يو شمېر جنرالانو، افسرانو او رييسانو، په ملي شورا کې د خلکو يو شمېر استازو ګډون کړى و.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ډګرجنرال عبدالله حبيبي د جنرال عبدالبصير شهروند مړينه د ملي اردو ځواکونو ته يوه ستره ضايعه وبلله او په هېوادکې د سولې، ثبات او نظم د ټينګښت په لاره کې د ده هلې ځلې وستايلې او د هېواد دښمنانو ته خبردارى ورکړ چې په ملي اردوکې د شهيدجنرال عبدالبصير شهروند په شان زمريان شته چې د ملي اردو د دغه جنرال په شان خپل هېواد ته هر راز سرښندنو او قربانيو ته چمتو دي.
د مراسمو برخه والو د هېواد د دغه شهيد پاک روح ته د دعا کولو په ترڅ کې ارواښاد ته يې د مغفرت او کورنۍ ته يې د جميل صبرهيله وکړه.
بايد وويل شي چې جنرال عبدالبصير شهروند پرون د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو د څارنې په وخت کې چې د روزګان – قندهار د مواصلاتي لارې د پرانستلو لپاره هلې ځلې کولې؛ د قندهار ولايت د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې په واټ کې د ښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته