امنیت

د غور د ابتدائيه محکمې رئيس د بډو په تور ونيول شو

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٦ :
د غور ولايت دابتدائيه  محکمې رئيس د بډو په  تور ونيول شو.
عطامحمد فاروقي د سترې محکمې د استول شوي هيئت په لارښوونه دملي امنيت  دمنسوبينوله خوا ونيول شو.
په فاروقي د بډې اخيستنې د څو قضيو تور لګول شوى دى.
دغور ولايت  وياند عبدالحى خطيبي له باخترآژانس سره په اړيکه کې د دغه ولايت د ابتدائيه محکمې د رئيس نيول کيدل تائيد کړل او  ويې ويل  چې په ده باندې د بډې اخيستنې تور لګول شوى دى.
د خطيبي د څرګندونو له مخې: د سترې محکمې استول شوى هيئت دفاروقي پرخلاف د تورونوله څيړنې وروسته د ده د نيولو لارښوونه وکړه.
تر اوسه پورې د غور د ابتدائيه محکمې د رئيس د بډې اخيستنې قضيه نه ده روښانه شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته