اقتصاد

سيګار: ښايي د يوه امريکايي شرکت له خوا په کابل کې د يوه هوټل په جوړولو کې اختلاس شوى وي

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٩ :
د امريکا د مرکزي پلټنې ادارې ( سيګار) ويلي دي: ښايي د يوه پنج ستاره هوټل  د جوړولو د کارځنډول چې ديوه امريکايي شرکت له خوا ترلاس لاندې دى، د اختلاس له يوې قضيې سره اړيکې ولري.
دغه هوټل د کابل ښار د شهيد مسعود په څلور لارې کې، د امريکا د سفارت په وړاندې په نيم کاره ډول پاتې دى. په ښکاره د دغه پنج ستاره هوټل د جوړولو کار په امنيتي دلايلو ځنډول شوى دى. خوسيګار په دې برخه کې نورې خبرې لري. 
سيګار وايي چې په دغه ځاى کې يو پنج ستاره هوټل او اپارتمان د جوړولو په پلمه په بهرکې له  (او.پي. آى. سي)  څخه د امريکا  د خصوصي پانګونې له شرکت څخه  ٨٥ مليونه ډالره د پور په ډول اخيستل شوي و، خو د دغې پروژې کار نيمايي پاتې دى.
د افغانستان د بيارغاونې په چاروکې د امريکا د مرکزي پلټنې ادارې، سيګار په دې پروژه کې د اختلاس د احتمال خبرې کړې دي او د دغه شرکت په نامه په يوه ليک کې يې له دې امله انديښنه څرګنده کړې ده او په څيړنې يې ټينګارکړى دى. د دغه هوټل او په دغه شرکت کې د اپارتمانونو د جوړولو په کارکې امريکايان لاس لري.
که چيرې د دغه هوټل د جوړولو کار پاى ته رسيدلى واى؛ د لويديځوهېوادونو او امريکا د ميلمنو له خوا د هرکلي وړ ګرځيده.
دغه هوټل د هغو پروژو يوه برخه ده چې په هغوکې د لويديځو هېوادونو د اتباعو او د امريکايانو د امنيت د تامينولو لپاره پانګونه شوې ده.
دغه پروژه په دې دليل ترلاس لاندې ونيول شوه چې په کابل ښارکې نور هوټلونه هم بهرنيانو ته غيرمصوون بلل شوي و.
سيګار ويلي دي چې همدا اوس په کابل کې د امريکا سفارت مجبور دى چې د دغه نيم کاره هوټل امنيت تامين کړي چې د دغه هوټل امنيتي لګښتونه په خپله يو بل پيټى دى  .
د امريکا د مرکزي پلټنې رئيس جانسپکو ويلي دي چې په دغو پورونو د سمې څارنې او مديريت نشتوالي د افغانستان په نورو پروژوکې د امريکا دبهرنۍ  خصوصي پانګونې دشرکت په مديريت او څارنه کې د سيستماتيکو ستونزو  څرګندوى دى.
ده د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو په وزارتونوکې څو نورو پروژو ته اشاره کړې ده چې امريکايي شرکتونو د اور ضد وسايلو په ګډون د وسايلو په ځاى پرځاى کولو لاس پورې کړى دى خو کار يې لازم کيفيت نه لري.
جانسپکو ويلي دي: داسې انديښنې شته چې دغو امريکايي شرکتونو اختلاس کړى وي.
دا لومړى ځل دى چې سيګار د امريکايي شرکتونو په لور د انتقاد ګوته نيسي او په هغوى د اختلاس تور لګوي.
د يادونې وړ ده چې يوه امريکايي شرکت پخوا له يوه ترکي شرکت سره په لاس يو کولوکې د افغانستان د يوې دولتي ادارې  څومليونه ډالره لوټ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته