خبرونهښوونه او روزنه

په قندهار کې څه د پاسه یو میلیون ټوکه کتابونه ووېشل شول

 کابل، د تلې۳ مه، باختر

د کندهار د پوهني ریاست مسؤلین وایي، چي د دغه ولایت مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې  ۱میلیونه ۴۵ زره ۵۶۱ ټوکه درسي کتابونه ويشلي دي.

د قندهار د پوهنې ریاست عمومي زده کړو آمر مفتي قدرت الله وصال باختر اژانس ته وویل چې دغه شمېر کتابونه د یاد ولایت پر ټولو ښوونځیو ووېشل شول.

هغه د بندو ښوونځیو یادونه هم وکړه، چي په تېرو وختونو کي د یو لړ ستونزو له امله بند شوي وو، خو اوس مهال د ټولو ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانیستي دي او زده کړې پکې دوام  لري.

د یادوني وړ ده، چي په روان تعلیمي کال کې د زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه حل شوې ده.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا