امنیت

دوه تنه ملکي وګړي په فارياب ولايت کې د طالبانو له خوا ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٥
وسله والو طالبانو دوه تنه ملکي وګړي په فارياب ولايت کې په ډزو سره ووژل.
دغه کسان د سرپل ولايت اوسيدونکې وو چې دوه تنه نوريې د فارياب د پوليسو له خوا د طالبانو له منګولو څخه ژغورل شوي دي .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد مسعود يعقوبي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ څلور تنه اوسيدونکي پرون د خپلو خپلوانو د کتنې په مقصد د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ ته تلل چې د دغې ولسوالۍ په قراچي سيمه کې له موټر څخه کوز کړى شول.
ده زياته کړه: طالبانو د دوى دوه تنه په ډزو سره ووژل او پوليسو اقدام وکړ او دوه تنه نوريې د سيمې د خلکو په همکارۍ د طالبانو له منګولو څخه وژغورل.
يعقوبي زياته کړه: طالبانو په دې پيښه کې يو ٣٥ کلن سړى او يو ٤٠ کلن سړى په ډزو سره ووژل او مړي يې په سيمه کې وغورځول.
د بلچراغ يو تن اوسيدونکى وايي: په ځينو ساحوکې طالبان فعاليت کوي او هغه کسان چې په دولت کې کار کوي؛ پيژني او له ځان سره يې بيايي.
يعقوبي وايي: دغه څلور تنه هزاره ګان وو.
دا په داسې حال کې ده چې د داعش وسله والوکسانو د دريو ښځو په ګډون د اوو تنو سرونه غوڅ کړل چې د بشر د حقوقو د ملي او نړيوالو بنسټونو غبرګونونه يې راوپارول او خلکو په پراخو لاريونونو لاس پورې کړ او د پيښې د عاملينو د مجازاتو غوښتنه يې وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته