امنیت

څلور تنه ماين ښخوونکي دخپلو ماينونو قرباني شول .

کابل باختر د چنګاښ څليرويشتمه

  په قندهار کې  څلور تنه ماين ښخوونکي  دخپلو  ښخ  کړاي  شويو ماينونو قرباني شول .

  دقندهار دوالي ويندوى  جاويد فيصل  باختر اژانس ته وويل دغو ماين   ښخوونکو غوښتل  چې دقندهار ولايت د غورک ولسوالۍ د بالاحصار  دکلي په سړک کې ماين ښخ کړي  ماين وچاوديد اوڅلور واړه يي ووژل شول .

 خبرځاى زياته کړه چې له دغي پيښې وروسته  امنيتي ځواکونه دپيښې  ساحي ته ورسيدل او له دغوکسانو څخه يي يوه اندازه وسلې او چاوديدونکي توکي  چې په ساحه کې پاتي وو دامنيتي  ځواکونو له خوا ضبط شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته