سیاست

داوبو دعالي شورا ددارلانشا غړو دجمهور رييس له دويم مرستيال سره وکتل .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
داوبو دعالي شوراددارالانشا  غړو نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال قانونپوه سرور دانش  سره وکتل او داوبو دعالي شورادستونزو او مسئلو او دهغې دپاليسيو په باب يې خبرې وکړې .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.  داوبو دعالي شورا ددارالانشا چې دتيرو برياليتوبونو او داوبو دعالي شورا داجرايي ميکانيزم او دغه راز  دهغې دستونزو  په باب توضيحات وړاندې کړل.
  دهغوى دڅرګندونوله مخې ،  داوبو قانون په پارلمان کې تصويب شوى دى  او دغه راز په هيواد کې داوبو دلګښت په برخه کې دبهرنيو  همکارانو په مرسته  بيلابيلې  پاليسۍ تدوين  شوي دي .
  دوى دغه راز وويل  چې تراوسه  پورې له نيکه مرغه  زياتره پخواني ستونزې حل شوي دي اوبيلابيل نړيوال دونرونه د اوبو په برخه کې دپانګونې او له افغانستان سره دمرستې  غوښتنه کوي .
  په دې کتنه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دويم مرستيال  قانونپوه  سرور دانش څرګنده کړه په تيرو کلونو او په روان کال کې د اورښتونو حالت ته په پاملرنې  سره چې له  بده مرغه  داوبو له سخت کمښت  سره مخامخ يو همدا اوس  داوبو سم مديريت ته اړتيا لرو .
ده زياته کړه چې په نړۍ کې داوبو مسئله  يوه ډيره مهمه او له ستونزو ډکه مسئله ده چې هم په حقوقي اوسياسي لحاظ  او هم په تخنيکي لحاظ  دهيوادونو دنړيوالو مسئلو په سرکې ځاى لري.
دجمهور رييس دويم مرستيال  دغه راز  وويل له نيکه مرغه  تراوسه پورې داوبو قانون تدوين او په پارلمان کې تصويب شوى دى چې دهيواد په مديريتي او اجرايي  برخه کې  يې زياتره ستونزې څه ناڅه  حل کړي دي ځکه  په تيرو وختونوکې  داوبو دسرچينو دمديريت  پرسر داړوندو وزارتونو ترمنځ زياتو اختلافونو  شتون درلود .
ده دغه راز ټينګار وکړ تر هغه وخته پورې چې نوې کابينه جوړه شوې نه وي کارونه بايد ونه ځنډول شي او بايددپخوا په شان دوام ولري او داوبو عالي شورا دې هم داړتيا په صورت کې  د عاجلو مسئلو په باره کې  دهماغه پخواني ميکانيزم له مخې غونډې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته