ټولنه

په درې زره سل جريبه ځمکه بڼونه جوړيږي

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٢
د هيواد د شمال بڼوال د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالى ملي پروګرام يو اغيزمن خو ناکافي پروګرام بولي او له مسوولينو څخه غواړي چې په دې برخه کې خپلې مرستې زياتې کړي.
فضل الدين باقي د سمنګانو ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ يو تن بڼوال دى چې د کرنې او ابو لګولو وزارت د بڼوالى ملي پروژه ورته د حضرت سلطان ولسوالۍ په شپږمه ناحيه کې په لس جريبه ځمکه کې بڼ جوړ کړى دى.
دى وايي: دغه پروګرام ډير ګټور دى؛ ځکه د معياري ميوه، نيالګي د بڼوالو په واک کې ورکوي چې حاصلات يې ښه دي.
په نويو بڼونوکې چې په شمال کې په پسرلني پروګرام کې جوړ شوي دي؛ د بادامو ، مڼو، زردالو، انارو، انګور، شفتالو ، املوک،ګيلاس او د څو ډوله نورو ميوو نيالګي ايښودل شوي دي .
د شمال زون د مسوول دڅرګندونو له مخې: دغه پروژه تر ٢٠١٨ م کال پورې دوام کوي او ١١٦ زړه ډالره لګښت لري چې د نړيوال بانک له خوا ورکول کيږي.
په هغه صورت کې چې دخلکو او دولت له خوا ددغې پروژې ملاتړ وشي او په ښه ډول پرمخ لاړې شي؛ نړيواله ټولنه په دې برخه کې په اوږدمهال ډول خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان په شمال کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالى د ملي پروژې مسول وايي چې د دغې پروژې هدف په هيوادکې د ميوو د حاصلاتو زياتوالى دى.
په شمال کې د دغې پروژې مسوول احمد فهيم جباري وويل: د بڼوالى د ملي پروژې هدف دا دى چې په افغانستان کې د کيفيت او کميت له پلوه د ميوو د توليداتو کچه لوړه شي او له دې لارې هيواد ته د وچو او تازه ميوو د صادراتو کچه کمښت ومومي.
جباري زياته کړه: د بڼوالى ملي پروژه له ٢٠٠٨ م کال څخه په افغانستان کې په فعاليت پيل وکړ او د هيواد په ٢٢ ولايتونوکې خپل فعاليت ته دوام ورکوي.
د يادونې وړ ده چې دغه پروژه تر اوسه پورې د بلخ، جوزجان، سرپل، فارياب او د سمنګانو په ولايتونوکې عملي شوې ده او په ٥٥ جريبه ځمکه کې يې د معياري ميوو بڼونه جوړکړي دى.
د شمال زون د بڼوالى د ملي پروژې مسوول وايي چې د معياري بڼونو جوړول تر راتلوونکو څو کلونو پورې د ډول ډول ميوو له پلوه کورني اړتياوې لرې کوي.
جبارى زياته کړه: په راتلوونکو څلورو کلونوکې نوي بڼونه حاصل ورکوي او له بهر څخه د مڼو واردات بنديږي. په هغه صورت کې چې دغه بهير دوام وکړي.
بڼوالي په افغانستان کې په دوديز ډول ترسره کيږي. له همدې امله تراوسه پورې افغانستان د ميوو د توليد له پلوه په خپلو پښو نه دى دريدلى او زياتره ميوې له بهر او له ګاونډيو هيوادونو څخه وارديږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته