کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
په قندهار ښار کې په چاودنه کې شپږ پولیسان ټپیان شول.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د عینو مېنې په ښارګوټي کې د پولیسو د پوستې پر وړاندې رامنځته شوه.
د قندهار یوه امنیتي خبرځای باختر آژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې شپږ پولیسان ټپیان شوي دي.
ځینو رسنیو دغه چاودنه ځانمرګی برید بللی دی.
په همدې حال کې د قندهار روغتیايي خبرځایونو د دوو پولیسانو روغتیايي حالت خراب بللی دی.
تراوسه هېچا د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
پای/ ع