اقتصاد

دکابل دسوداګرى او پانګونې خونې دکابل ولايت له ادارې سره دسوداګرو دځواکمن کولو هوکړه ليک لاسليک کړ .

کابل / دليندې ٩مه / باختر :
دکابل دسوداګرۍ اوپانګونې خونې او دکابل ولايت ادارې نن دخصوصي برخې دسوداګرو دځواکمن کولو په منظور  دمرستې هوکړه ليک لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغه هوکړه ليک دلاسليک  موخه دکابل دسوداګرۍ دخونې او دکابل دسوداګرو ترمنځ دسوداګريزو او اقتصادي اړيکوپياوړتيا  او دفرصتونو برابرول دي .
په دې هوکړه ليک کې په ملي او  بين المللي کچه په دوه اړخيزو همکاريو ، داقتصادي اوسوداګريزو نندارتونونو په جوړولو کې همکاري ، دسوداګروښځو او نارينه وو د ودې او ځواکمن کولو دزمينې برابرولو ، دملي سوداګرو  ودې اوپانګونې او دسوداګرو ښځو او نارينه وو داقتصادي اوسوداګريزو  فعاليتونو انعکاس ته اشاره شوې ده . دکابل ولايت دټولنيزو چارو مرستيالې خديجې  ګيرووال دموضوع په باب په يومطبوعاتي کنفرانس کې  دسوداګرو ښځو اونارينه وو اقتصادي اوسوداګريزه وده اوځواکمن کول په هېواد کې دخصوصي برخې دځواکمن کولو په مقصد يو عمده اصل وباله .
هغه دهېواد داقتصادي  ستونزو دبنسټز حل  لاره دکورنيو اوبهرنيو پانګونو دجلب اوهڅونې لپاره دمناسبې فضا په برابرولو او دغه راز دهېواد له کورنيو توليداتو سره په ملاتړ کې بولي چې له دې لارې کولاى شو ددايمي مصروفيت  او داقتصادي سمون زمينه پراخه کړو .
له بلې خوا دکابل دسوداګرى اوپانګونې دخونې رييس سيد جميل سادات زياته کړه :دکابل خصوصي برخه دملاتړو بنسټونو اودحکومت جدي ملاتړ ته اړتيا لري او ځکه خصوصي برخه دافغانستان داقتصادي ودې اوداقتصادي ځان بسياينې دملا تير دى .
سادات وويل: په افغانستان کې دښځو کابو  ١١٥٠ شرکتونه ثبت اوراسجتر دي چې دافغانستان پنځه سلنه اقتصاد دښځو په واسطه مديريت کېږي چې دايو بې سارى توپير دى .
ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته