کابل باختر د ثور لسمه :
دننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې ديوې تښتول شوې بهرنۍ ميرمنې دپيژندنې او ژغورنې لپاره پلټنې دوام لري .
دغه ميرمن چې د داکار په نامه له يوه مرستندوي بنسټ سره کار کاوه ، دتيرې پنجشنبې په ورځ کله چې خپل دفتر ته روانه وه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په جلال اباد ښار کې وتښتول شوه .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياني دباختراژانس خبريال ته وويل دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ددغې بهرنۍ ميرمنې دموندلو اوژغورنې لپاره پلټنې دوام لري .
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغه بهرنۍ تبعه دجنايتکارو بانډونو اوياهم دتروريستي ډلو له خوا تښتول شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ