(PS)خبرونه(PS)ښوونه او روزنه

په قوش تېپه کې د کرنې مسلکي لېسه جوړه شوه

کابل، د وږي ۱۹مه، باختر

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د جوزجان ولايت په قوش تېپې ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي لېسه جوړه کړه.

دغه لېسه د قوش تېپې کانال په شاوخوا کې جوړه شوې، چې د قوش تېپې کانال د جوړولو چارو په نهايي کېدو سره به د کرنې په برخه کې زده کوونکو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شي.

دا لېسه په داسې حال کې جوړېږي، چې د کار پروژې مسوولینو په وینا د قوش تېپې کانال د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د قوش تېپې کانال کرنيز ارزښت ته په کتو، د دغه ملي کانال نهايي کېدل به د بې وزلۍ په له منځه وړلو او د هېواد د اقتصاد په لوړولو کې هم مرسته وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا