امنیت

ناپېژاندو وسله والو کسانو دوه سړي په بادغيس کې ووژل

 کابل/ باختر/ د غبرګولي ٣٠مه
ناپېژاندو وسله والوکسانو پرون دوه سړي په بادغيس کې ووژل.
د بادغيس ولايتي شورا غړي فريد اميري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان د بادغيس له مرکز څخه قادس ولسوالۍ ته روان وو چې په لاره کې يې ناپېژاندو وسله والو کسانو له موټرڅخه ښکته کړل او په ډزو سره یې ووژل.
دی د وژنې انګېزه شخصي دښمني بولي او وایي چې د پېښې د عاملينو د نيولو په لپاره څيړنې پيل شوې دي.
  ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته