کابل باختر د وږي لومړي :
دنفتي توکو د واردونکو اتحاديه ادعاکوي چې دغضنفر ګروپ دنفتي توکو دچاڼولو دستګاه دنفتي اومو توکو دچاڼولو توان نه لري .
دافغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د مديره هئيت مرستيال خانجان الکوزي نن په يوه خبري غونډه کې د دغې اتحاديې د ادعا په باب وويل چې دنفتي توکو د واردونکو اتحاديې د نورم او ستندرد ادارې، دسوداګرۍ او صنايعو وزارت، دغضنفر ګروپ شرکت، دنفتي توکو د واردونکو د اتحاديې او د نړيوالو نفتي توکو دکنترول د يو شرکت د استازو په ګډون، د يو کميسيون د جوړولو غوښتنه کړې ده چې ددغې دستګاه د فعاليت څرنګوالى وڅيړي .
الکوزي څرګنده کړه چې دنفتي توکو واردونکې اتحاديه ادعاکوي چې دغضنفر ګروپ دنفتي توکو دچاڼولو دستګاه د هغو اومو نفتي توکو د چاڼولوتوان نه لري چې له بهر څخه وارديږي. خو دغضنفرګروپ دعامل هئيت رييس محمد اسماعيل غضنفر دباخترآژانس له خبريال سره په خبروکې دنفتي توکو د واردونکو داتحاديې د ادعا د ردولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې دغه دستګاه د وزيرانو شورا داقتصادي کميټې له پريکړې او د وزيرانو شورا له تصويب سره سم د دوه ديرشو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده .
ده وويل: دغه دستګاه له نړيوالومعيارونو سره سمه جوړه شوې ده او اومه تيل له نړيوالو معيارونو سره سم تصفيه کوي .
ده وويل: هرهغه ارګان چې ددغې دستګاه فعاليت څيړي؛ دوى په دې برخه کې همکارۍ ته تيار دي .