نړۍ

په لبنان کې دبحرين دبشر دحقوقو ددفاع دکميټي دلومړۍ رسمې رپوټ خپرول

دبحرين دبشردحقوقو ددفاع کميټي دلبنان په پايتخت بيروت کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې دبحرين دملکي اتباعو پرخلاف ددغه هيواد دحکومت دبشري ضد جنايتونو لومړۍ رپوټ خپور کړ.

ددغې کميټي  رپوټ  ( ازادي  دګوليو په ډزو کې) ترعنوان لاندې  خپور شو له سندونو اومدارکوسره جوخت په بحرين کې  دوګړنيزو سوله ييزو له پيل څخه ددغه هيواد دپوځيانو دتيري جزئيات خپاره کړي دي .

ددې کميټي رييس وويل  دترلاسه شويو سندونو اومدارکو له مخې په دغه هيواد کې دوګړنيزو مظاهرو له پيل څخه را په دي خوا زيات شمير نيول شوي کسان په جيلونو کې تر شکنجي لاندې وژل شوي دي 

ده زياته  کړه له بده مرغه دبشر دحقوقو ددفاع چارواکو تراوسه پوري دبحرين دحکومت دبشري ضد جنايتونو په غندلو کې هيڅ اقدام اوعمل نه دي کړي او عربي رسنيو هم په دغو جنايتونو سترګي پټي کړي دي.

په بحرين کې له څو وروستيو مياشتو ر ا په دي خوا دحکومت دمخالفينو له خوا له اعتراضه ډکې مظاهري شوي او دمظاهره کوونکو اوددغه هيواد دامنيتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې لس ګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته