خبرونهټولنه

په بدخشان کې شپږ تنه په ترافيکي پېښه کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
د بدخشان په کوکچه سيند کې د يو سراچه ډوله موټر د غورځېدو له امله ٦ تنه ووژل شول.
دغه پېښه پرون مازيګر د فيض آباد- بهارک لويې لارې په خواجه عبدالولي سيمه رامنځته شوه چې په پايله کې ٣ ښځې او ٣ نارينه ووژل شول.
د بهارک ولسوال نورآقا نادري باختر آژانس ته وويل چې یاد کسان د يوې کورنۍ غړي وو چې د درملنې په موخه د فيض آباد ولايتي روغتون ته روان وو.
هغه د پېښې علت د چلوونکي بې احتياطي وبلله او زياته يې کړه چې د ژغورنې ټيم د څلورو کسانو مړي له سيند څخه را ايستلي دي او د دوو نورو مړو د ايستلو لپاره هلې ځلې دوام لري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته