۱۰۰ ورځې

د رايې ورکولو د پاڼوکمښت په بدخشان کې انتخابات زيانمن کړل

کابل باختر دوري اوولسمه :
د بدخشان والي وايي چې په دغه ولايت کې انتخابات په بشپړه توګه د امن په فضا کې ترسره شول .
دبدخشان والي ډاکتر شاه ولي الله اديب په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل: دجمهوري رياست او د ولايتي شورا د نوماندانو لپاره د رايې ورکولو بهير له کوم امنيتي ګواښ پرته ترسره شو. خو د رايې ورکولو د پاڼوکمښت د دغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې يوازنې انتخاباتي ستونزه وه.
د بدخشان والي بله ستونزه د رايې ورکولو په سيموکې د انتخاباتو د کارکوونکو نابلدي وبلله او ويې ويل: د انتخاباتوکارکوونکو د انتخاباتو له بهير سره ښه بلدتيانه لرله.
د رنګ کمښت  هم يوه بله ستونزه وه چې د راى ورکولو په سيموکې شتون درلود.
  د بدخشان ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال فضل الدين عيار په دې خبري غونډه کې وويل: د تګاب او وردوج په ولسواليوکې د انتخاباتو د امنيت ګواښ له دوه ساعته نښتې وروسته لرې شو او خلک د رايې  ورکولوصندوقونوته لاړل .
دده دڅرګندونو له مخې: په بدخشان کې دغه بهير له کومې ستونزې پرته پرمخ لاړ او په دې بهيرکې نږدې څلور زره يوسلو اتيا تنه امنيتي ځواکونه د بدخشان په ګوټ ګوټ کې د انتخاباتو د امنيت په تامينولو بوخت وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته