امنیت

په کندزکې د درېيو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٧مه
درې تنه وسله وال طالبان تېره شپه په کندز ولايت کې ووژل شول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول عبدالغفار نورستاني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د چهار درې ولسوالۍ د تيموريانو او ګل باغ په کليو کې د کومانډوځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
نورستاني زياته کړه چې په دغو عملياتوکې يو وسله وال طالب ټپي شو او يو تن بل ونيول شو او د چهار درې  ولسوالۍ د تيموريانو او ګل باغ کلي په بشپړ ډول د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته