کابل / د چنګاښ ۵مه / باختر
په هلمند کې ۲۴ وسله وال طالبان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.
د ځانګړو عملیاتو قول اردو مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د هوایي ځواکونو په ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې چې په نهرسراج، نادعلي او ناوې ولسوالیو کې ترسره شول؛ وژل شوي دي.
خبرځای زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ۱۸ نور وسله وال طالبان ټپیان شول او دغه راز د هغوی درې موټر، دوه موټرسایکلونه، یو توغندی، درې کلاشینکوفونه، دوه پيکاوې او شپږ مخابرې ویجاړې شوې.
پای/شکریه
17 د یوې دقیقې څخه لږ