روغتیا

چين دالوتونکو دانفلو انزا پر خلاف واکسين اختراع کړ.

بيجنګ- سينهوا – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
چيني ډاکترانو د الوتونکو دانفلونزا د ناروغۍ  واکسين اختراع کړى دى .
دچين دخبري آژانس سينهوا دخبرله مخې  : 
دانفلونزا دمطالعاتو لپاره دچين دملي مرکز مدير په  دې وروستيو وختو کې ويلي دي چې دغه واکسين به د ويروس دپراختيا په کنترولولو کې مرسته  وکړي .
مخکې له دې دنړۍ د روغتيايي سازمان کارپوهانو دانفلونزا ويروس دالوتونکو
له نورو ډولونو انفلونزا سره  پرتله کړه  او دې نتيجې ته ورسيدل چې دغه ويروس له نورو څخه ډير چټک ليږدول کيږي  او د ودې ځواکمنۍ يې په ناروغۍ داخته کيدو خطر بيخي  زياتوي.
په  چين  کې په څو وروستيو مياشتو کې دانفلونزا په ويروس داخته کيدو يو سلو ديرش مورده ثبت  شوي دي چې په دغې ناروغۍ  اخته کسانو له جملې څخه څلويښت تنه يې  مړه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته