ټولنه

له سولې سره يوځاى شويو کسانو ته دکار زمينه برابره شوه

کابل  باختردلړم دمياشتې ١٥ :
دسولې عالي شورا په کندز ولايت کې له سولې سره پنځه سوه تنو يوځاى شويو کسانو ته دکار زمينه برابره کړه.
دکرنې او اوبولګولو وزارت دزراعتي پروژې مسوول ميرويس پوپلزي باخترا ژانس ته وويل ، په دې پروژه کې دپستې ونو ته کيندنې شاملې دي دڅلورسوه زره جريبه ځمکې ساحه يې نيولې ده.
يوه اړونده  خبرځاى وويل ،دغه پروژه دکندز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې ترکارلاندې ده اوهر کارګر ته د دولس متره کيندنې په  بدل کـــې  ټاکلى اجـــوره ورکول کيږي .
خبرځاى وويل: ددغه پروګرام لګښت نوولسو مليونو افغانيو ته رسيږي چې په کندز ولايت سربيره به  په اتو نورو ولايتونو کې به هم تطبيق شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته