ورزش

د ورزشکارو نجونو سيالۍ پاى ته ورسيدې

کابلباختر دجوزا١٩
دنجونو دټيمونو ترمنځ د واليبال، فوتسال او تکواندو سيالۍ نن په کابل ښار کې پاى ته ورسيدې.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه سيالۍ چې د ماشوم د نړيوالې ورځې او د مور د ورځې د نمانځلو له امله واليبال د اتو ټيمو نو او د فوتسال د څلورو ټيمو نو ترمنځ او د تکواندو په برخه کې په بېلابېلو عمرونو د يو سلو څلويښتو تنو ورزشکارانو په ګډون د روان کال دغبرګولي د مياشتې له څوارلسمې نيټې څخه د المپيک د ملي کميټې په جمنازيوم پيل شوې وې؛ نن پاى ته ورسيدې.
د المپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دسياليو په پاى کې د سرې مياشتې د واليبال ټيم او د آرين د فوتسيال ټيم لومړى مقامونه وګټل .
يوه اړونده خبرځاى وويل: د المپيک د ملي کميټې له خوا برابر شوي کپونه ، مډالو نه اوسوغاتونه په غوره ورزشکارانو وويشل شول.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د الزهرا د ټولنې او د المپيک دملي کميټې له خوا پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته